IQNA

 حجت‌الاسلام يحيي اصغري !

امام سجاد (ع)؛ د عاشورا د غورځنګ احيا کوونکی؛د  دعا او بصيرت‌زیاتیدا  په چوکاټ کې

10:43 - July 09, 2025
د خبر لمبر: 3491379
ایکنا - د پوهنتون استاد په دې خبره سره چې امام سجاد (ع) د عاشورا  غورځنګ په دعا او بصيرت‌افزایي سره احيا کړ، وويل: امام سجاد (ع) له دعا څخه د ديني، عقيدتي، اخلاقي او حتی سياسي معارفو د بیانولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کار  واخيست. هغه ديني مفاهيم په داسې ډول په دعا کې بيانول چې هم زړونو ته  واریدیدل او هم د پوهاوي لامل کېدل.د عاشورا له پېښې وروسته د امام سجاد (ع) د مبارزاتي  رودو  د څېړنې په اړه، د هغه امام په توګه چې د شيعیانو  لاره ئې د وسله‌والې مبارزې له بېلې لارې، خو په ډېره اغېزشیندونکي بڼه دوام ورکړ.

 د پوهنتون استاد او د خميني‌شهر ولايت د نهج‌البلاغه او صحيفه سجاديه فاؤنډیشن  له مسؤل  حجة الاسلام یحیی اصغري سره خبرې وشوې، چې  ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

ايکنانیوز  ورڅخه پوښتنه وکړه چې حضرت امام سجاد (ع) د عاشورا له پېښې وروسته د شيعیانو  د لارې په دوام کې مهم رول ولوباوه. داسې ښکاري چې د هغه د مبارزې بڼې د مخکنيو ائمه‌وو سره توپير درلود. په دې اړه ستاسو څه خیال دی ، نو حجة الاسلام  یحیی اصغری په ځواک ې  ووئيل چې  د  حضرت امام سجاد (ع) د امامت پړاؤ کابو  ۳۵ کاله ؤ. هغه حضرت د عاشورا د قيام او پيغام د ساتنې په سټراتيژئ سره هڅه کوله چې د اموي  له نفاقه ډکو تبليغاتو پر وړاندې، د اباعبدالله الحسين (ع) پيغام ژوندی وساتي. امويانو هڅه کوله چې امام حسين (ع)  له  دين څخه سرکښه کس معرفي کړي او د هغه شهادت د يوې جبري پايلې په توګه وښئي. په مقابل کې، امام سجاد (ع) په کوفې، شام او مدينې کې په  کوټلو  خطبو سره حقايق خلکو ته روښانه کول. د هغه له اقداماتو څخه يو د کربلا د شهيدانو لپاره ژړا، د سيدالشهدا (ع) په تربت سجده کول، د امام حسين (ع) د زيارت پر اهميت ټينګار، د اوبو څښلو پر مهال د شهيدانو يادول او د خپل پلار د ګوتمې په لاس کې ساتل وو. هغه په دوام کې ووئيل؛دا ټول کارونه د ټولنې په  مینځ کې د جهاد او شهادت د روحيې د ژوندي ساتلو په موخې سره  ترسره کېدل. امام سجاد (ع) د عاشورا له پېښې وروسته د خپلې ترور، حضرت زينب (س) تر څنګ، د ابن زياد او يزيد د ظلم په دربار کې د امام حسين (ع) او د کربلا د شهيدانو د حقانيت دفاع وکړه، او د هغه چلند د عاشورا له پېښې وروسته دومره اغېزشیندونکی ؤ  چې يزيد اړ شو، د ظاهري تحفظ لپاره، د دغې سترې پېښې ګناه پر ابن زياد او د هغه پر ملګرو واچوي او ځان برائت کړي.

امام سجاد(ع)؛ احیاگر نهضت عاشورا در لباس دعا و بصیرت

          له هغه بیا پوښتنه وشوه چې  امام سجاد (ع) له  عاشورا وروسته، غير وسله‌واله مبارزه غوره کړه او يوه مهمه وسيله ئې دعا وه. د امام سجاد (ع) د دعاګانو ټولنيز او سياسي اغېزې په مسلمانه ټولنه کې څه ډول وې؟ نو هغه په ځواب کې بیا ووئيل چې  حضرت امام سجاد (ع) له دعا څخه د ديني، عقيدتي، اخلاقي او حتی سياسي معارفو د بیانولو  لپاره د يوې وسيلې په توګه کار واخيست. د مثال په توګه، د سرحدي ساتونکو دعا، ژور سياسي او ټولنيز مضامين لري چې بايد نور هم ورته پاملرنه وشي. هغه بزرګوار ديني مفاهيم په داسې ډول په دعا کې بيانول چې هم زړونو ته نفوذ وکړي  او هم د پوهاوي لامل  شي. همدارنګه، د امام سجاد (ع) رساله حقوق، يو اوږد فقهي او اخلاقي متن دی چې پکې د افرادو په وړاندې د يو بل حقوق په تفصيل سره راغلي دي. دا آثار د بدعتونو او انحرافاتو پر وړاندې د مبارزې لپاره هوښيارانه هڅې وې چې د خلافت  اداره  ئې په ټولنه کې تزريق کول.

https://iqna.ir/fa/news/4293021

captcha